اې. ار. رحمان د «رامایانا» د موسیقۍ نیوکه کوونکو ته ځواب ورکړ: «که غواړې ټول خوښ کړې، نو ځه آیسکریم وپلوره»
د اسکار ګټونکي موسیقار اې. ار. رحمان د «رامایانا» فلم د «منګل رنګ» سندرې پر نیوکو غبرګون وښود او ویې ویل چې تر ټولو مخکې پخپله د خپل کار نیوکه کوونکی دی او ځینې سندرې د اچار په څېر له وخت سره ښې کېږي.

د هند نامتو موسیقار او د اسکار جایزې ګټونکي اې. ار. رحمان په پای کې د هغو نیوکو په اړه خبرې وکړې چې دا ورځې د «رامایانا» فلم پر موسیقۍ کېږي. د اينډيټيوي د راپور له مخې، هغه له «سکرین» مجلې سره په مرکه کې د اپل شرکت د بنسټ اېښودونکي سټیو جابز یوه خبره را واخیسته او ویې ویل: «که غواړې ټول خوښ کړې، نو ځه آیسکریم وپلوره.»
ډېره بحث د «منګل رنګ» سندرې پر سر دی؛ دا سندره د ارجیت سنګ او شریا ګوشال په غږ ده، شعر یې کومار وشواس لیکلی او د رام او سیتا د واده صحنه ښيي. ځینو اورېدونکو د دې سندرې تنظیم او د قوالۍ رنګ یې له هغې کیسې سره بېجوړه وباله چې ریښه یې په یوه هندو حماسه کې ده. ځینو نورو د راون د نڅا برخې پر الکترونیکي موسیقۍ نیوکه وکړه او ویې ویل چې له دې ډېر زور او جوش یې تمه درلوده. د سندرې پر شعر هم پوښتنې راپورته شوې.
رحمان په ځواب کې وویل چې د خپل کار لومړی نیوکه کوونکی پخپله دی: «داسې نه ده چې زه هر هغه څه خوښوم چې کوي یې. موږ په یوه ورځ پرېکړه نه کوو؛ کله کله میاشتې میاشتې له یوې سندرې سره ژوند کوو.» هغه موسیقي له اچار سره پرتله کړه او ویې ویل چې ځینې سندرې څومره زړې شي، هومره خوندورې کېږي. د هغه په خبره، خلک کله کله یوازې یو اړخ ویني او بشپړ انځور نه ویني، خو که لږ صبر وکړي، پوهېږي چې ولې یو ځانګړی انتخاب شوی و.
موسیقار د هالیووډ د اسکار ګټونکي موسیقار هانس زیمر سره د خپلې همکارۍ په اړه هم وویل چې د زیمر نوم به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نویو لیدونکو لېوالتیا راوپاروي. هغه د «رامایانا» د موسیقۍ کار «شاید د لسو فلمونو په اندازه» وباله؛ داسې پروژه چې پنځه ژبې او دوه بېلې نسخې لري، یوه د هالیووډ لپاره او بله د هند لپاره.
«رامایانا» د نیتش تیواري په لارښوونه او د نمت ملهوترا په تولید جوړ شوی او رنبیر کپور پکې د رام، سای پلوي د سیتا، یش د راون، راوي دوبې د لکشمن او سني دیول د هنومان رول لوبوي. د دې دوه برخیز فلم لومړۍ برخه د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۵مه د نړۍ په سینماګانو کې پرده ته وړاندې کېږي او دویمه برخه یې د ۲۰۲۷ کال د دیوالي لپاره ټاکل شوې ده.
سرچینه: NDTV
انځور: Jahabar sadique / Wikimedia Commons، CC BY-SA 4.0 (پرې شوی)




نظرونه (۰)