رانا داګوباټي: رنبیر او ایان زه «وتښتولم» او په یوه شپه یې اودیپور ته یوړم
د «باهوبلي» ستوري وویل چې په «یه جواني هے دیواني» کې یې لنډ رول څنګه په یوه شپه او بې له مخکینۍ پلان جوړ شو.

رانا داګوباټي، چې ډېری لیدونکي یې د «باهوبلي» فلم د «بهالالدیوا» په رول پېژني، د «یه جواني هے دیواني» فلم د شاته کیسې یوه په زړه پورې خاطره بیان کړې ده. د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، هغه د بمبۍ په محبوب سټوډیو کې د «انډیا فلم پروجیکټ» (IFP 2026) په یوه ناسته کې وویل چې په دې فلم کې یې لنډ ګډون بشپړ ناڅاپي و.
د رانا په وینا، دا رول باید یو بل لوی ستوري لوبولی وای، خو هغه وړاندیز رد کړ. رانا، چې له رنبیر کپور او د فلم له ډایرکټر ایان مکرجي سره ملګری دی، په هغو ورځو کې د یو بل فلم په ثبت بوخت و. هغه وویل: «دا دواړه زما د هوټل کوټې ته راغلل، چېرې چې ما د بل فلم لپاره کار کاوه. په لنډه توګه یې وتښتولم او ویې ویل چې همدا نن شپه باید له موږ سره اودیپور ته لاړ شې.» د هغه په خبره، همغه شپه الوتکې ته وختل، صحنه یې ثبت کړه او بېرته راستانه شول.
رانا په ټوکو کې زیاته کړه چې له هغې شپې ډېر څه یې په یاد نه دي: «یوازې دومره راته یاد دي چې شپه یو څه وشول، یو څه مې ثبت کړل او سهار بېرته بل سټ ته ورسېدم.» هغه وویل چې لنډ رولونه یې د اصلي رولونو په څېر په ذهن کې نه پاتې کېږي.
رانا په دې فلم کې د «ویکرم» رول لوباوه؛ یو عکاس چې د «ادیتي» (کالکي کوچلین) په واده کې کار کوي او هڅه کوي له «نینا» (دیپیکا پاډوکون) سره نږدې شي، تر دې چې «باني» (رنبیر کپور) مداخله کوي او خبره شخړې ته رسېږي.
«یه جواني هے دیواني» د ایان مکرجي په ډایرکټرۍ او د کرن جوهر او دهرما شرکت په تولید په ۲۰۱۳ کال کې سینماګانو ته راغی. د څلورو ملګرو کیسه، چې د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې سره یوځای کېږي، په باکس آفس کې بریالۍ وه او سندرې یې لا هم د مینه والو خوښې دي.
رنبیر کپور اوس د نومبر په ۵مه د «رامایانا» فلم د خپرېدو لپاره چمتو کېږي او دیپیکا پاډوکون به د شاهرخ خان ترڅنګ په «کنګ» فلم کې ولیدل شي.
سرچینه: Hindustan Times
انځور: Gage Skidmore / Wikimedia Commons، CC BY-SA 2.0 (پرې شوی)




نظرونه (۰)