بومي پېډنېکر د «جاني دښمن» په فلم سره وېروونکي ژانر ته ننوځي؛ د «فاسټ اینډ فیوریس» او «هري پوټر» سټنټ ماهر هم ورسره یوځای شو
ټي سیریز او المایټي موشن پیکچر د بومي پېډنېکر په لوبولو «جاني دښمن» وېروونکی فلم جوړوي؛ دا فلم به د یوې سینمايي لړۍ لومړۍ برخه وي او په ۲۰۲۷ کې به پرده ته راشي.

بومي پېډنېکر چې ډېره د ټولنیزو فلمونو او کورنیو کامیډیو له لارې پېژندل کېږي، دا ځل وېروونکي ژانر ته مخه کړې ده. هغه به د «جاني دښمن؛ د وېرې شاته مرګ دی» (Jaani Dushman – Darr Ke Aage Maut Hai) فلم اصلي لوبغاړې وي.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دا فلم ټي سیریز د بوشن کمار په مشرۍ او المایټي موشن پیکچر کمپنۍ د پربھلین سنډو په مشرۍ جوړوي او ټاکل شوې چې د یوې وېروونکې سینمايي لړۍ لومړۍ برخه وي. د خپرېدو اټکل یې د ۲۰۲۷ کال لپاره شوی. دې دوو کمپنیو مخکې د «په هند کې جوړ؛ د ټایټن کیسه» په سریال کې یوځای کار کړی و.
د «جاني دښمن» ډایرکټري ارشد سید کوي او رابي ګریوال یې تخلیقي پروډیوسر دی؛ همغه دوه کسان چې د «بهی؛ د ګوراو تیواري راز» تر پراسرار سریال شاته وو. د فلم کیسه په برتانیه کې تېرېږي او د یوې مور او لور شاوخوا ګرځي؛ له طبیعت هاخوا پېښې او کورني رازونه د کیسې اصلي محور دی. جوړوونکي غواړي احساساتي ډرامه له وېرې او اکشن سره ګډه کړي او د لویې پردې په کچه فلم جوړ کړي.
د اکشن او سټنټ صحنو لپاره نړیوال سټنټ متخصص پیټر پېډرېرو له ډلې سره یوځای شوی. د هغه نوم د «هري پوټر»، «فاسټ اینډ فیوریس»، «دي اېکسپېنډېبلز»، «ګېم آف ترونز» او «دي کنجورنګ» په څېر اثارو کې لیدل کېږي.
بوشن کمار وویل چې په اکشن او سټنټ کې د پېډرېرو مهارت پروژې ته یو مهم اړخ ورزیاتوي او د بومي په شتون یې خوښي څرګنده کړه. پربھلین سنډو هم بومي «یوه ځانګړې او پیاوړې لوبغاړې» وبلله او ویې ویل چې موخه یې دا ده چې په سینما کې د یوې په زړه پورې او نه هېرېدونکې تجربې له لارې هندي وېروونکي فلم ته نوې بڼه ورکړي.
د فلم پروډیوسران بوشن کمار، کرشن کمار، پربھلین سنډو او اجې سنګهل دي او شیو چنانا او سنیتا وینود ویاس یې همکار پروډیوسران دي.
سرچینه: Hindustan Times




نظرونه (۰)